د هلمند ناوې ولسوال: دې ولسوالۍ ته د جدي ګواښ مخه دې ونیول شي

د هلمند د ناوې ولسوال له امنیتي ارګانونو غواړي چې دې ولسوالۍ ته د دولت د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا د متوجې جدي ګواښ مخه ونیسي.

اکا محمد تکړه پرون ازادي راډیوته وویل، وسله‎والو بیا د ناوې مرکز ته نېږدې سیمو باندې ډله‌ییز بریدونه پیل کړي او که امنیتي ارګانونه همغږي نه‎شي او عملیات پیل نه‎کړي نو د ناوې نورې سیمې به هم د وسله‎والو لاسو ته ورشي.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، کمکي ځواکونه ناوې ولسوالۍ ته رسېدلي او د وسله‎والو ګواښ‌يې کم کړی دی.

دی وايي:

"ساحې ته ضربتي قوتونه رسېدلي دي. د ولسوالۍ جنوب لور ته جګړه ده او خال خال ډزې کېږي. کله-کله مخالفین ډله‎ییز بریدونه هم کوي، خو اوس قوتونه هلته رسېدلي او وضعیت تر کنټرول لاندې راغلی دی."

د هلمند ولایتي شورا بیا وايي چې تر څو پورې ګرمسیر، باباجي، مارجه او نورې هغه ولسوالۍ چې وسله‎وال په‎کې مرکزونه لري تصفیه نه‎شي د ناوې ولسوالۍ امنیتي وضعیت نه ښه کېږي.