د پلرني ټاټوبي په نوم د قرغزستان د سیاسي ګوند د زنداني مشر عمربیګ تیکېبایوف Omurbek Tekebaev پلویانو په پلازمېنه بشکیک کې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی.
د دغه ګوند یوه غړي کالیس بورون بایوف ازادۍ راډیو ته وویل چې لږترلږه شپږو فعالانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی.
دوی غواړي له تیکېبایوف څخه چې پخوا د صدراعظم مرستیال و، د قرغزي ژبې د زده کړې ازموینه چې د جمهوري ریاست د کاندید لپاره د نوم ثبتولو شرط دی، واخیستل شي.
بورونبایوف وویل، تمه ده چې د دغه ګوند نور فعالان هم د نه خوړو پر اعتصاب ورګډ شي.
تیکېبایوف د بېړنیو چارو له پخواني وزیر دویشون قل خوتونوف Duishonkul Chotonov سره په یوه قضیه کې په ۲۰۱۰ مېلادي کال کې، له یوه روسي سوداګر څخه د یو مېلیون ډالرو بډو اخیستو په تور په جون میاشت کې محاکمه شو.