روشان: د سږني کانکور مخکښ زده کوونکي د زده کړو لپاره بهر لېږي

د لوړو زده کړو وزارت وايي، هڅه کوي چې د ۱۳۹۶ لمریز کال د کانکور ازموینې ۱۰ مخکښ زده کوونکي د زده کړو لپاره بهر ته ولېږي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبداللطیف روشان نن دوشنبه خبریالانو ته وویل، دغه وزارت هڅه کوي هغه ۱۰ زده کوونکي چې په کانکور کې یې لوړې نمرې وړي، مالیزیا، هند او ترکیې ته ولېږي.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د کانکور ازموینې ۱۰ بریالیو زده کوونکو ته ستاینلیکونه او لپټاپ کمپیوټرونه هم ورکړل شول.

د کانکور په سږنۍ ازموېنه کې نېږدې یو لک ۷۰ زره فارغانو ګډون کړی و چې له دې ډلې ۶۰۶۲۹ تنه د لوړو زده کړو او ۳۱۶۲۹ کسان د نیمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته بریالي شوي.