کریملین وايي، دا په امریکا پورې اړه لري چې په روسیه کې د خپل ډیپلوماټیک حضور د محدودولو په لړ کې کوم ډیپلوماټان له دې هېواده باسي.
ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د روسیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې له امریکا وغوښتل چې په مسکو کې د خپل سفارت ۷۵۵ کارکوونکي کم کړي.
د پوتین ویاند ډیمیټري پیسکوف نن وویل، هغه روسي اتباع چې په مسکو کې د امریکا په سفارت کې کار کوي کیدای شي چې په دې ۷۵۵ کسانو کې شامل وي.
پیسکوف وویل، په روسیه کې د امریکايي ډیپلوماټان شمېر ډېر نهدی او دی هغه روسي وګړي یادوي چې ډيپلوماټان نهدي او د امریکا په سفارت او قونسلګریو کې استخدام شوي.
مسکو دا ځوابي اقدامات وروسته له هغه پیل کړل چې د امریکا سنا د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د اعاوو او پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیې د بندیزونو لایحه تصویب کړه.