خوستوال: د معاصر افغانستان د تأسیس کالیزه دې هر کال ولمانځل شي

د دوشنبې په ورځ د خوست سلګونه اوسېدونکو د معاصر افغانستان د تأسیس ۲۷۰مه کالیزه ولمانځله او له افغان حکومت‌يې وغوښتل چې دا ورځ دې په ټول هېواد کې د ملي جشن په توګه اعلان کړي.

ګډونوالو زیاتوله د احمدشاه بابا انځور دې د معاصر افغانستان د بنسټګر په حیث او د ملي وحدت د سمبول په توګه د ولسمشر د انځور تر څنګ په ټولو حکومتي ادارو کې ځوړند شي.

یاده غونډه او په تعقیب‌يې موټریز کاروان چې د ولسي تحریک په کوربه‌توب رابلل شوی وو، په‌کې غوښتنه وشوه چې د هېواد په هر ولایت کې دې لومړی درجه علمي او ملي بنسټونه د میرویس نیکه او احمدشاه بابا په نومونو ونومول شي.

د ولسي تحریک د خوست د سیمه‎ییز دفتر مشر کمال‌الدین ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل:

"موږ غواړو چې د احمدشاه بابا انځورونه دې د ولسمشر تر څنګ په حکومتي ادارو کې راځوړند شي، دوهمه غوښتنه مو دا ده چې په هر ولایت کې دې ځیني مهم تأسیسات د احمدشاه بابا او میرویس نیکه په نومونو ونومول شي، د شیر سرخ د لويې جرګې مؤسسینو ته دې احترام وشي او دا هغه مسایل دي چې ټول افغان ملت پرې راټولېږي."

د معاصر افغانستان د کالیزې په مناسبت له غونډې وروسته د لسګونه موټرونو کاروان چې په ملي بیرغونو او د احمدشاه بابا او میرویس نیکه په انځورونو مزین ګرځېدلی وو، د خوست ښار په واټونو، کوڅو او جادو کې وګرځېدل او د غږیزو او انځوریزو پیغامونو له لارې يې خلک ملي یووالي ته راوبلل.

قومي مشر همیم منګل وايي، که افغانان د خپلو ملي ستونزو د حلولو لپاره جرګو ته مخه کړي او په یو واحد مرکز راټول شي، کولای شي خپل هېواد له شته بحرانه راوباسي.

همیم منګل زیاته کړه:

"د افغانستان د تأسیس ۲۷۰مه کلیزه افغانانو ته دا اهمیت لري چې موږ د خپلو اتلانو او مشرانو په نقش قدم روان شو او موجوده ستونزو ته لکه څرنګه چې د احمدشاه بابا په وخت کې افغانان د جرګې له لارې یووالی کړی وو، همداسې په یو واحد مرکز راټول شو، ملي یووالی زموږ تر ټولو مهمه اړتیا ده، افغانان باید له تېرو پند واخلي او د مشرانو ویناوې عملي کړي."

د خوست د ولایتي شورا غړی امیرالله زړه سواند وايي د افغان حکومت مشرتابه ته بایده دي چې په دې بحراني حالت کې د احمدشاه بابا او میرویس نیکه په شان د ټولنې د مخور قشر سلا مشورې ته مراجعه وکړي.

ښاغلي زړه سواند وویل:

"که چېرې اوسنی نظام د احمدشاه بابا د وخت په شان د ټولنې مخور او روڼ اندي قشر ته مراجعه وکړي او د هغو نه په ټولو چارو کې مشوره واخلي زما په نظر لکه څرنګه چې مخکې يې نتیجه ورکړې وه او ملت‌يې له بحرانه ایستلی وو، اوس به هم دا بحران ان‌شاءالله راکم کړي او بالاخره د دې ملت د نجات لپاره به یوه ښه زمینه برابره کړي."

مدني فعال داود شاه مکین‌زوی دا ډول ناستې او په ښار کې موټریز کاروانونه د هېواد له تاریخ سره د ځوان نسل د اشنا کولو لپاره ګټور بولي.

دی وايي:

"راتلونکی نسل باید دې ته وهڅوو چې زموږ ملي اتلان څوک دي او د دې ملک لپاره‌يې څه کړي دي، دا ملت د سترو بحرانونو څخه چا راایستلی دی، باید د ملي اتلانو د پېژندلو لپاره پراخ کمپاینونه وشي."

د یادونې وړ ده چې د ۱۷۴۷ زېږدیز کال په اکټوبر میاشت کې د نادرشاه افشار تر وژل کېدو وروسته د کندهار د شیر سرخ په نادراباد پوځي کلا کې د غلجیو، پوپلزیو، نورزیو، سدوزیو او نورو قومونو د مشرانو په لويه جرګه کې چې نهه ورځې يې دوام وکړ، تر ډېرو بحثونو او خبرو اترو وروسته ځوان احمد خان ابدالي د افغانستان د پاچا په توګه وټاکل شو.

د تاریخ پوهانو له انده د شیر سرخ لویه جرګه او په هغه کې د پاچا په توګه د احمد شاه بابا ټاکنه د معاصر افغانستان د دولت بنسټ بلل کېږي.

راپور: نجیب‎الله الوخېل