شیګل کې بې پیلوټه الوتکې د داعش مرکز په نښه کړی

د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې په شیګل ولسوالۍ کې د امریکا د پوځ بې پیلوټه الوتکې د داعش ډلې یو مهم مرکز په نښه کړی.

د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت ازادي راډيو ته وویل چې دا حمله نن سهار نهه بجې شوې او د داعش د یوه مهم قوماندان په ګډون د دې ډلې ۷ غړي یې وژلي دي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو میاشتو کې په کونړ کې د داعش ډلې پر مرکزونو د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې زیاتوالی راغلی او دې ډلې ته یې درانه تلفات اړولي دي.