د کابل- شمال تړل شوې لویه لار بېرته خلاصه شوه

د کابل- شمال لویه لاره چې نن سهار د بغلان د دوشي ولسوالۍ په کیله‎ګي سیمه کې د وسله‎والو مخالفینو له خوا بنده شوې وه بېرته پرانېستل شوه.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع ازادي راډيو ته وویل، دا لاره د افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ له نښتې وروسته پرانېستل شوه.

نوموړي په بغلان کې د البرز ۹ عملیاتو په اړه هم معلومات ورکړل او ويي ویل چې په دې عملیاتو کې ۱۱ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

دا عملیات دوه ورځې مخکې پیل شول چې د چارواکو په وینا په ترڅ کې یې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند لس کلي له وسله والو مخالفینو څخه پاک شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.