د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د خپلو کارکوونکو د شمېر د کمولو لپاره د روسیې د ولسمشر غوښتنه د تأسف وړ بللې ده.
د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین له امریکا غوښتي چې په دغه هېواد کې دې خپل ۷۵۵ کارکوونکي کم کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د روسیې د دې غوښتنې لپاره د یوه احتمالي ځواب په ورکولو غور کوي.
د وزارت په بیان کې راغلي چې په روسیه کې د خپلو کارکوونکو د شمېر په کمولو او داسې یوه محدودیت باندې څېړنې کوي.
پوتین د یکشنبې په ورځ د روسیې له دولتي ټلوېزیون سره مرکه وکړه او دا یې یاده کړه چې امریکا دې خپل ۷۵۵ کارکوونکي کم کړي.
په دې سره به په روسیه کې د امریکا ډیپلوماتیک او سیمهییز کارکوونکي ۴۵۵ ته راکم شي.
ولسمشر پوتین دا هم وویل چې د مسکو او واشنګټن د اړیکو د ښه کېدو لپاره داسې ژر تمه نهشي کېدای.