د اوکراین حکومت وايي، د دې هېواد په ختیځ کې له روسپلوو بېلتونپالو سره په جګړه کې یو دولتي سرتېری وژل شوی او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا پرون په یوه بیان کې وویل چې دا تلفات په کراسنوهوریفکا "Krasnohorivka" سیمه کې چې د جګړې لومړۍ کرښه ده په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بېلتونپالو د هاوان د ډزو له کبله اوښتي دي.
بیان یادونه کوي چې په دې حمله کې یو سرتېری وژل شوی او اته تنه نور ټپیان دي.
بیان زیاتوي چې یو بل سرتېری په شیروکینو «Shirokino» سیمه کې پر دولتي ځواکونو د بېلتونپالو په حمله کې ټپي شوی دی.
د اوکراین په ختیځ کې د دولتي ځواکونو او بېلتونپالو ډلو ترمنځ جګړې د مېنسک د ۲۰۱۵ کال د اوربند له موافقې سره سره روانې دي.
دې جګړې چې د ۲۰۱۴ کال په اپرېل میاشت کې پیل شوه له لسو زرو زیات کسان وژلي دي.