د بغلان چارواکي: شمال ته غځېدلې لویه لار دوشي کې طالبانو تړلې

د بغلان سیمه‌ییز چارواکي تائیدوي چې شمال ولایتونو ته غځېدلې لویه لار نن په دوشي ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا تړل شوې ده.

د دوشي ولسوال شمس‌الدین سرحدي ازادي راډیو ته وویل چې د یادې ولسوالۍ په کېله‌ګي دښته کې وسله‌والو طالبانو د کابل-شمال لویه لاره د سړک په سر د کانټینرونو په اېښودلو بنده کړې او د غرونو له سره په سړک ډزې هم کوي.

سرحدي وايي هڅه کوي چې دا لویه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

تر دې مخکې هم د کابل-شمال لویه لار چې ځینې برخې یې له څو درو تېرېږي د مخالفینو له تهدید سره مخ شوي او په مؤقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.