چارواکي: مرکزي بغلان کې د طالبانو د سوق او ادارې مرکز نیول شوی

د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د طالبانو د سوق او ادارې مرکز یې نیولی دی.

په مرکزي بغلان کې د نویو پیل شویو عملیاتو قوماندان جنرال شورګل پرون خبریالانو ته وویل، په کوکچنار سیمه کې د طالبانو پر مرکز سربېره د دې ولسوالۍ نواباد، عربها، قیصرخېل او ځینې نورې سیمې هم له وسله‎والو طالبانو څخه پاکې شوي.

نوموړی وايي په دې عملیاتو کې چې پرون سهار پیل شول، د مرکزي بغلان په سلو کې اتیا سیمې له وسله‎والو مخالفینو څخه پاکې شوي.

جنرال شورګل د دواړو خواوو د تلفاتو په اړه څه ونه‌ویل.

وسله‎والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.