۲ تنه د عدلي او قضايي مرکز پولیسو ته د رشوت ورکولو پر مهال نیول شوي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، دوه کسان د عدلي، قضایي مرکز د لویو جرمونو پولیسو ته د بډو ورکولو پر مهال نیول شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته وویل، دا کسان د شااوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پیسو د مینځلو په قضیه کې پولیسو ته د ۷۰ زره امریکايي ډالرو د بډو د ورکولو پر مهال باالفعل ونیول شول.

ښاغلي رسولي زیاته کړه:

"کله چې په قضیه کې مشکوک کسان پوه شول چې دولت او د عدلي قضايي مرکز پولیس د دې قضیې په برخه کې جدي دي، نو غوښتل يې چې د بډو په ورکولو سره خپل جرم پټ کړي."

د لویې څارنوالۍ ویاند وايي چې دا کسان د تورو پیسو د سپینولو یا د پیسو د مینځلو په قضیه کې تورن وو او د عدلي، قضايي مرکز د لویو جرمونو پولیسو یې پر دوسیه کار کاوه.

ښاغلي رسولي زیاته کړه چې له تورنو کسانو څخه تحقبقات روان دي.