په پام کې ده د حکومت د څلور کلن امنیتي پلان د عملي کولو د لومړیو ګامونو په ترڅ کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو کنډک نن دوشنبه د ځانګړو ځواکونو لوا ته ارتقا وکړي.
د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو کنډک د هغه پلان له مخې لوا ته ارتقا کوي چې افغان چارواکي وايي، له عملي کېدو سره بهیې په هېواد کې سوله ټینګه شي او وسلهوال مخالفین به وځپل شي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، د ځانګړو ځواکونو د لوا پرانیستل د څلور کلن امنیتي پلان د تطبیق له لومړنیو ګامونو څخه دی او د هوايي ځواک د پیاوړي کولو په ګډون نور اقدامات به هم ډېر ژر د عمل په ډګر کې پلي شي.
ښاغلي وزیري تېر ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل:
"موږ د خاصې قطعې په نوم یوه قطعه لرو چې د کنډک تشکیلیې و. اوس دا قطعه له کنډک څخه لوا ته پورته شوې ده. دا د څلور کلن امنیتي پلان یوه برخه ده چې په نورو برخو کې یې هم عملي کار پیل شوی دی."
ښاغلی وزیری وايي، د بروکسل په غونډه کې د نړیوالې ټولنې لهخوا د دې پلان له تائید وروسته د هېواد دفاعي-امنیتي ځواکونو د وسلهوالو طالبانو د حملو د شنډولو لپاره د تدافعي عملیاتو تر څنګ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تعرضي عملیات پیل کړي چې د ده په وینا اوس هم دوام لري.
وزیري وايي:
"د دې پلان یوه برخه دا ده چې څنګه په افغانستان کې امنیت ټینګ کړو. نن موږ په ۱۳ ولایتونو کې ۱۶ او د کومانډو د قطعو ۲۶ عملیات لرو. دا ټول تعرضي عملیات دي."
افغان چارواکي د څلور کلن امنیتي پلان د تطبیق خبره په داسې حال کې کوي چې د وسلهوالو مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه تر بل هر وخت زیاته توده شوې ده.
د افغان حکومت د ۴ کلن امنیتي پلان طرح څو میاشتې مخکې جوړه شوه چې د وزیرانو شورا او ولسمشر اشرف غني هم تائید کړه.
د دې پلان له مخې د هېواد هوايي ځواک په عصري او پرمختللو الوتکو او وسایلو سمبالېږي او د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو تشکیل له یوې لوا څخه یوې فرقې ته لوړېږي.
همداراز سرحدي ځواکونه د ملي اردو د تشکیلاتو برخه کېږي او د دفاعي امنیتي ځواکونو په نورو تشکیلاتو کې هم یو لړ بدلونونه راځي.
خو پر دې ټولو سربېره د دفاع وزارت چارواکي وايي په پوځ کې د فساد د مخنیوي لپاره هم ځانګړي اقدامات په پام کې نیول شوي دي.