د جرمني پولیس وايي، د هغه هېواد په جنوب کې یوه وسله وال سړي په یوه ډېسکو کلپ کې پر خلکو ډزې وکړې چې یو تن یې وواژه او څلور نور زخمیان شول.
پولیسو ویلي چې حمله کونکی ۳۴ کلن و .
دا پېښه تېره شپه شوې ده.
حمله کونکی هم له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.
د سیمې پولیسو ویلي چې حمله کونکی زخمي شوی و او په روغتون کې یې ساه ورکړه.
پولیسو ویلي چې دا لا نه ده څرګنده شوې چې هغه په حمله کې یوازې و، که نورو کسانو هم مرسته ور سره کړې، نو له دې امله اضافي امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.