عدلیې وزارت: سږ کال په هېواد کې د انساني قاچاق پېښې کمې شوي

د عدلیې وزارت وايي، په افغانستان کې د انسانانو د قاچاق پېښې سږ کال کمې شوې دي.

د دې وزارت چارواکو نن یکشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې په افغانستان کې د انسانانو ۹۰۰ قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

په دغه وزارت کې د بشري حقونو د ملاتړ ادارې مشر، عبدالوحید هدایت نن یکشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د انسانانو د ۴۵۰ قاچاق کوونکو دوسیې په عدلي او قضايي ادارو کې څېړل کېږي.

ملګرو ملتونو دجولای ۳۰ مه د انسانانو د قاچاق د مخنیوي نړیواله ورځ اعلان کړې ده.

له مخدرو موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتو د مبارزې نړیواله اداره، دا ورځ سږکال د "مصئونیت او د قاچاق له قربانیانو سره مرستې ته رامخکې شئ" تر شعار لاندې لمانځي.