د پاکستان پارلمان د اګست په لومړۍ نېټه نوی صدراعظم ټاکي

د پاکستان پارلمان د اګست په لومړۍ نېټه چې د سې شنبې ورځ ده، نوی صدراعظم ټاکي.

د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ حکم وکړ چې نوازشریف په اداري فساد کې ښکېل و او د هغه هېواد د صدراعظم پر چوکۍ د پاتې کېدو اهلیت نه لري.

نوازشریف وویل چې هېڅ ډول، ناسم کار یې نه دی کړی او د محکمې د حکم تر اعلان وروسته یې استعفی وکړه.

د نواز شریف ګوند "پاکستان مسلم لیګ نواز" د هغه هېواد په پارلمان کې لوی اکثریت لري چې له امله یې ښايي د پاکستان د صدراعظم چوکۍ ته د دې ګوند کاندید، شاهد خاقان عباسي وټاکل شي. شاهد خاقان عباسي د نواز شریف له وفادارانودی او مخکې د پاکستان د تېلو وزیر و.

تمه ده چې په پاکستان اپوزېسیون هم د عباسي په وړاندې خپل کاندید په پارلمان کېودروي.