سپینې ماڼۍ: ټرمپ به پر روسیې د نویو بندیزونو مصوبه لاسلیک کړي

سپینې ماڼۍ پریکړه کړې ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به پر روسیې د نویو بندیزونو مصوبه لاسلیک کړي.

د امریکا کانګرس په تقریباً ټول اکثریت پر روسیې، ایران او شمالي کوریا د نویو بندیزونو د لګولو دغې مصوبې ته رأیې ورکړي. که ولسمشر هغه لاسلیک کړي نو په قانون بدلېږي.

دغه قانون پر روسیې د بندیزونو د کمولو په برخه کې د ولسمشر صلاحیت کموي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن وایي، د کانګرس تقریباً ټولې موافقې رأیې د دې څرګندویې کوي چې د امریکا خلک په کلکه غواړي دا وویني چې روسیه له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو په برخه کې ګام اخلي.

ټېلرسن د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره هیله ښودلې چې له روسیې سره په همکارۍ وکولی شي دا بندیزونه غیر ضروري کړي.

روسیې بیا د دغه قانون په غبرګون کې داسې اقدامات اعلان کړل چې له مخې به یې په روسیې کې د امریکایې ډیپلوماټانو شمېر د پام وړکمېږي او په مسکو کې به د ځینو ډیپلوماټانو شتمني اخېستل کېږي.