د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت متشبثو کوچیانو ته د لمریزو یخچالونو ویشل پیل کړل.
د دغه وزارت په یوې اعلامېې کې ویل شوي چې متشبث کوچیان کولی شي د دغو یخچالونو په مرسته خپل لبنیات لکه شیدې، غوړي، مستې، کوچ، پنیر او داسې نور خوندي کړي او په صحي ډول یې بازارونو ته عرضه کړي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کلیو او د پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني له قوله ویلي چې وایي، لهدغو وسایلو څخه به ۱۵۰ کورنۍ په مستقیم او ۱۸۰۰ غیر مستقیم ډول ګټه ترلاسه کړي.
په ننګرهار، هرات، بلخ او پروان ولایتونو کې د دغو لمریزو یخچالونو ویش پیل شوي او ښایي دا لړۍ په ټول هېواد کې متشبثو کوچیانو ته پراخه شي.
دا مرستې د یاد وزارت د کلیوالي صنایعو د پراختیا د ملي پروګرام په چوکاټ کې ترسره کېږي.
دغه پروګرام په ۲۰۱۰ میلادي کال کې پیل شوی او اوس مهال د پروان، بلخ، هرات او ننګرهار په تقریباً ۷۰۰ کلیو کې فعالیت لري.