مسؤولین: د حزب اسلامي پخوانی قوماندان قلم الدین وژل شوی

د ګلبدین حکمتیار په مشري، د حزب اسلامي پخوانی پېژندل شوی قوماندان قلم الدین ووژل شو.

د کابل امنیه قومانداني وايي چې قلم الدین پرون جمعه د ځمکې دملکيت پر سر په شخړه کې وژل شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ په وینا، پېښه د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ په ګوسفند دره سیمه کې شوې وه.

د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر کسانو پرون د حزب اسلامي د پخواني قوماندان زرداد فریادي د ورور دفتر ته اور واچاوه او له امله یې لفظي شخړه په وسله واله نښته بدله شوه.

بصیرمجاهد زیاته کړه:

"دجمعې د ورځې په شپږ نیمو بجو د قوماندان قلم او د قوماندان زرداد د وروڼو تر منځ لفظي شخړه په وسله واله نښته بدله شوه، په نښته کې یو تن ووژل شو اوقوماندان صاحب قلم زخمي شو اوروغتون ته په لارکې یې ساه ورکړه."

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې سیمه نن امنیتي ځواکونو محاصره کړې ده.

د حزب اسلامي سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې دا شخصي پېښه وه او له حزب سره رسمي تړاو نه لري.