چار واکي: د هامبورګ پر خلکو د بریدګر تیرو کړنو افراطي نښې لرلې

په جرمني کې چارواکو نن شنبه مخکني راپورونه تایید کړل او ویې ویل چې هغه۲۶ کلن، مهاجر هلک چې پرون د جمعې په ورځ یې د هامبورګ ښار په یوه سوپر مارکېټ کې یو تن وواژه او شپږ تنه یې زخمیان کړل، امنیتي ځواکونو ته د افراطي اسلامپالي په توګه ورپېژندل شوی و.

د هامبورګ د کورنيو چارو وزیر وویل چې د حمله کونکي په اعمالو کې مخکې هم د افراطي فعالیت نښې لیدل شوې وې.

امنیتی چارواکي وايي چې د حمله کوونکي هدف لا نه دی څرګند شوی، خو د هامبورګ ښاروال نن وویل چې ابتدایي څېړنه شوي او داسې ګڼل کېږي چې حمله کوونکي رواني ناکراري او ستونزې لرلې.

د هامبورګ د دغه ښاروال په وینا، حمله کوونکي په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې وه او قانوني اسناد یې نه درلودل چې له دې امله هغه نه و مسترد شوی.