حکومت او طالبان په هلمند کې یو بل ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

په هلمند کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د هغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته حمله کړې ده.

د هلمند دوالي ویاند، عمر ځواک نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو اووسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، خو نور جزئیات یې نه دي څرګند کړي.

د وسله والو طالبانوپه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې حمله کې د پولیسو د ځانګړې قطعې ۱۳ اود ملي امنیت د ځانګړې قطعې ۷ عسکر وژل شوي دي.

خو د هلمند د والي ویاند دا ادعاوې رد کړې دي.

د یوه بل خبر له مخې د هلمند د والي دفتر نن شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې شپني عملیات تر سره شوي چې په دې عملیاتوکې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او زیاته اندازه وسلې نیول شوې دي.

خبرپاڼه وايي، افغان پوځ نیول شوې وسلې او مهمات تخریب کړي دي.

وسله والو طالبانو په ګرشک کې د دې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.