افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د ولسمشر مرستیال، مایک پنس خبرې کړې دي.
د ارګ خبرپاڼه وايي چې دواړه په دې ویډیويي مکالمه کې دافغانستان د امنیتي سکټور د پراختیا پر څلور کلن پلان، له اداري فساد او ترورېزم سره پر مبارزه او سیمه يیز امنیت ږغېدلي دي.
د خبرپاڼې په حواله، مایک پنس د افغانستان د حکومت د فعالیت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې په وروستیو دوو کلونوکې يې د پام وړ کارونه کړي دي.
خو په خبرپاڼه کې د دې خبرو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د ارګ خبرپاڼه وايي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال، بیا له افغانستانه د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دامریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلې پوځي کړنلارې پر جوړولو کار کوي.