په هرات کې سږ کال ۸۰ ټنه شات تولید شوي

په هرات کې سږ کال ۸۰ ټنه شات تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۳۰ فیصده زیاتوالی ښيي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالصبور رحمان نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال دغه رقم ۶۰ ټنه وو.

نوموړی وایي چې په دغه ولایت کې څه باندې ۵۰۰ کسان د شاتو د تولید کاروبار کوي.

ښاغلی رحمان وايي چې اوس مهال یو کېلو طبیعي شات په هرات کې په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې په دې سره به د مچیو د شاتو د کاروباریانو په اقتصادي وضعيت کې د پام وړ بدلون راتللی شي.