د کابل د حامد کرزي له نړیوال هوايي دګر څخه د دوهم ځل لپاره نن شنبه ۳۵ ټنه وچه او تازه مېوه د هوا له لارې هندوستان ته صادرېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال په زیاته کچه کرنیز حاصلات تر لاسه شوي چې هند ته په صادرولو سره به یې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
ښاغلي پسرلي وویل:
"نن د هوا له لارې زموږ ۳۵ ټنه تازه او وچه مېوه هند ته انتقالېږي، تمه ده چې په روانه اوونۍ کې هند ته د هوا له لارې نور توکي هم صادر شي."
نوموړی وایي چې له دې وړاندې له کابل او کندهار څخه د هوا له لارې هندوستان ته د تازه او وچې مېوې صادرات شوي دي.
ښاغلی پسرلی وايي چې له دې سره به د کال تر پایه هندوستان سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه یو مېلیارد ډالرو ته پورته شي.