دفاع وزارت: د جاني‌خېلو د نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، دپکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ د نیولو لپاره پوځي عملیات پېل شوي او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بېګا ازدي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې زیات شمېر وسله وال وژل شوي خو د دقیق شمېر له څرګندولو یې ډډه وکړه.

محمد رادمنش وویل:

"زموږ ځواکونه د جاني خېلو ولسوالۍ په شاوخواکې ځای پرځای دي خو سیمه [ولسوالي] د طالبانو په لاس کې ده، زموږ ځواکونه له توپچي، انجینیري ډلو او هوايي ملاتړ سره، د ولسوالۍ پرلور د پرمختګ په حال کې دي."

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاته کړه چې وسله وال طالبان د خلکو په کورونو کې سنګر نیسي او پر لارو يې ماینونه ځای پرځای کړی نو امنیتي ځواکونه د ځان او ملکي خلکو د امنیت لپاره سوکه او په احتیاط حرکت کوي.

ښاغلي رادمنش څرګنده کړه چې په يوولس ولایتونو کې يې پرون شپاړس پوځي عملیات کړي دي.

ښاغلي رادمنش په دې عملیاتو کې هم د تلفاتو د شمېر له څرګندولو ډډه وکړه.