شااوخوا سل بهرني سرتېري په فراه ولایت کې ځای پر ځای شول.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري نن ازادي راډیو ته وویل دا سرتېري به چې زیاتره يې ایټالویان دي د افغان ځواکونو په روزنه او د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد جګړو کې برخه واخلي
فراه په دې وروستیو کې د نا امنیو شاهد او ځو ځله په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ شدیدې جګړې شوي دي.