د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت په لوګر ولایت کې یو شمېر پروژې پرانیستې.
د دغه وزارت ویاند حنیف دانشیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه وزارت د نشه یي موادو پر ضد د مبارزی د ملي پیوستون اوونۍ په مناسبت د لوګر په محمد اغې او چرخ ولسوالیو کې بزرګو ته د زعفرانو ۳۸۰۰ بوزغلي وروېشلې دي.
ښاغلی دانشیار وايي چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت، د لوګر ولایت د کرنې ریاست په همکارۍ په دغه ولایت کې د ۲۳ کشمش خانو او اوبو د ذخیره کولو ۱۵ حوضونو جوړولو کار هم پیل کړی دی.