اتلانتیک مجلې په یوه مطلب کې لیکلي چې، په کندهار کې د وسله والو طالبانو په یوه وروستۍ حمله کې د افغان پوځیانو وژنې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو زیانمننه ښکاره کړې.
د افغانستان دفاع وزارت منلې چې شپږویشت افغان پوځیان د سې شنبې په شپه په خاکریز ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه مرکز د طالبانو په برید سره ووژل شول او دیارلس نور یې هم ژوبل شول خو مخالفینو ته بیا تر دې څو واره زیاته مرګ ژوبله واوښته یعنې شااوخوا اتیا تنه یې مړه او ټپیان شول.
دې مجلې د لانګ وار ژورنال د مسوول مدیر بل روجیو په حواله لیکلي چې طالبانو په دې وروستیو کې افغان پوځیان د فاریاب، غور او پکتیا له ځینو ولسوالیو وتلو ته اړ ایستل.
خو افغان پوځیان وايي د فاریاب کوهستان ولسوالي یې بېرته له طالبانو نیولې او د پکتیا په جاني خېلو او د غور په تیورې کې د مخالفینو د ځپلو لپاره په کلک هوډ مخته روان دي.
اتلانتیک مجلې ویلي د طالبانو له خوا د حملو زور اخیستلو او د داعش حضور په افغان ولسمشر د نظم د بیا ټینګښت او د قانون د حاکمیت په برخه کې فشارونه زیات کړي دي.
دې مجلې لیکلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوس وخت د خپلو سیالانو او هغو کسانو له لوري تر فشار لاندې نیول شوی چې پخوا یې ترې ملاتړ هم کاوه.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د کندهار ولایت په یوه پوځي مرکز د طالبانو وروستۍ حملې ته اشاره کړې ده.
دې ورځپاڼې د یوه امنیتي مقام په حواله لیکلي چې: "په دې حمله کې چې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې شوې د افغان پوځ ۳۹ سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپیان دي."
د افغانستان دفاع وزارت د شپږویشتو سرتېرو وژنه تاییدوي خو وايي شاوخوا اتیا تنو طالبانو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.
نیویارک ټایمز ورځپانې د کندهار ولایتي شورا د یوه غړي محمد یونس یونسي په حواله چې دا حمله یې "عامه وژنه" یاده کړې ویلي چې مخکې له مخې استخباراتي معلومات موجود و په دې چې طالبان یوه لویه حمله کوي.
د کندهار د ولایتي شورا دغه غړي دا هم ویلي چې طالبانو افغان چارواکي تېر ایستل او په یوه وخت یې په شاه وليکوټ، نېش او خاکریز حملې وکړې.
نیویارک ټایمز لیکلي چې په تېرو کلونو کې د ناټو په مشرۍ څه باندې پنځه نیم سو سرتېرو د کندهار د امنیت د ټينګښت په لار کې سرونه قربان کړل.
د ورځپاڼې په لیکنه په کندهار کې وروسته له هغه نسبتاُ امنیت ښه شو چې په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا متحده ایالتونو د وخت ولسمشر بارک اوباما د افغانستان لپاره د پوځیانو شمېر زیات کړ.
ناټو خپل جنګي ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې پای ته ورساوه او اکثر برخه پوځیان یې له دغه هېواده وایستل.
اوس وخت څه باندې ۱۳۴۰۰ پوځیان د ناټو د قاطع ملاتړ په ماموریت کې د افغانستان لپاره پاتې دي.
د امریکا متحده ایالتونو نوې اداره د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره جوړوي او تمه ده ژر یې اعلان کړي چې ورسره به نږدې څلور زره سرتېري هم دغه هېواد ته واستوي.