ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د روسیې او ارمنستان د ګډو پوځي قطعو د جوړولو قانون توشیح کړ.
دا قانون چې ښاغلي پوتین پرون لاسلیک کړ، د کریملین پر رسمي ویبپاڼه خپور شوی دی.
د دې قانون بنسټ هغه موافقه ده چې په نوامبر میاشت کې په مسکو کې لاسلیک او د روانې جولای میاشتې په پیل کې د روسیې د پارلمان دواړو جرګو- دولتي دوما او د فدراسیون شورا تصویب کړه.
په دې قانون کې ویل شوي دي چې د دې نوښت هدف په روسیه او ارمنستان او په قفقاز سیمه کې د امنیت ټینګول دي.
روسیه او ارمنستان له قزاقستان، تاجکستان او بیلاروس سره یوځای د ډله ییز امنیت د تړون په ټولنه کې غړیتوب لري.