د سوریې ډیموکراټې وسله والې ډلې د رقه ښار ۴۵٪ برخه له داعشه نیولې

د امریکا د پوځ سر چینې وايي، د سوریې د رژیم یوې وسلې والې مخالفې ډلې چې متحد ایالات یې ملاتړ کوي، له اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه د رقه ښار نېږدې نیمايي سیمې نیولې دي.

په سوریه کې د داعش ډلې پرضد د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ویاند راین ډیلون ویلي دي چې د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو د رقه ښار په سلو کې پنځه څلوېښت سیمې نیولې دي.

د «YPG» په نوم د ښځو د ساتنې د قطعو ویندویې نسرین عبدالله وايي، رقه ښار ته دننه پرمختګ ځکه پڅ شوی چې د داعش وسله والو په هر ځای کې ډېر چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي دي.

مېرمن عبدالله چې د سوریې له شمال څخه یې له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره خبرې کولې وویل، د داعش وسله والو وروسته له دې چې کلابند شول، د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو پرضد انتحاري حملو ته زور ورکړ.

هغه زیاتوي چې داعشیان له ملکي وګړو د انساني ډال په توګه کار اخلي او همدا د رقه د مرکز پر لور د دوی د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی.

د «وای. پي. جې» ویاندې هم وویل چې د دوی جنګیالیو د رقه په سلو کې پنځه څلوېښت سیمې نیولې دي او زیاته یې کړه چې د جون په شپږمه د رقه د بېرته نیولو د عملیاتو له پیله تراوسه دوی پر اتو ناحیو بشپړه ولکه ټینګه کړې ده.

په دې عملیاتو کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف هم د هوايي حملو په وسیله برخه لري.

دا ائتلاف همداراز د سوریې سیمه ییزو ځواکونو ته هم سلامشورې ورکوي.

د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو له جون میاشتې په راوروسته موده کې له ختیځ او لوېدیځ لوري په رقه کې په پرله پسې ډول پرمختګ کړی دی.

د رقه سقوط به د داعش ډلې لپاره چې دا ښار خپل مرکز بولي، ډېره لویه ضربه وي ځکه د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې دې ډلې د عراق پر موصل ښار ولکه هم له لاسه ورکړه، خو د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې ښايي د رقه ښار د بشپړ تصرف لپاره د سوریې د ځواکونو په وړاندې تودې جګړې په مخکې وي.