د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ملګرو ملتونو ته نوی دايمي استازی وټاکه.
پوتین نن په رسمي توګه ويسالي نيبين زيا ملګرو ملتونو ته د مسکو استازی وټاکه.
نيبين زيا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستيال په توګه له خپلې دندې لیرې شو.
د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د ويتالي چورکين تر مړينې وروسته ملګرو ملتونو ته د روسيې موقتي استازی پيوتر ايلي خوف وو.
چورکين له ۲۰۰۶ میلادي کال راهيسې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وو او مخکې يې د روسيې د بهرنيو چارو د وزير په توګه هم دنده ترسره کړې وه.