د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د بودجې ستونزه حل شوې ده.
د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل نن په کابل کې په خپلې اوونیزې غونډه کې وویل په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
ښاغلي فیصل وویل:
"موږ د انتخاباتو لپاره د بودجې هېڅ ستونزه نهلرو، د بودجې ستونزه حل شوې ده، د رأیو ورکوونکو پروسه کې لازم تخینکي کارونه مو چې درلودل هغه حل شوي دي."
ښاغلی فیصل زیاتوي چې په انتخاباتو کې له کارېدونکې ټکتالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې قانوني مراحل هم بشپړ شوي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څه موده وړاندې اعلان کړی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو راتلونکي انتخابات به د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان په ۱۶مه نېټه ترسره شي.