د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټټیوټ د افغان ماشومانو د ترانې په نوم د خپور شوي کتاب مخکتنه وکړه.
د دې انسټټیوټ رئیس ناصر سرمست د پنجشنبې په ورځ په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د پوهنې وزارت په مرسته به دا کتاب او سي ډي يې د افغانستان ټولو ښوونځيو ته ورسوي.
بلخوا د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني چې په دې مراسمو کې يې برخه لرله په هېواد کې د دارنګه کتابونو له خپرولو هرکلی وکړ او ویېویل چې د ماشومانو لهخوا دارنګه ترانې ویل په هېواد کې د جهالت تیارې ختمولی شي.
بشپړ جزئیات د ازادي راډیو د خبریال اکرامالله اکرام په دې راپور کې:
Your browser doesn’t support HTML5