د غور ولايت چارواکي وايي، افغان امنيتي ځواکونو د تېوره ولسوالۍ لويه برخه له وسلهوالو طالبانو څخه بېرته نيولې ده او د بشپړې ولسوالۍ د نیولو لپارهیې عمليات پيل کړي دي.
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، وسلهوال طالبان له دې ولسوالۍ څخه د تېښتې په حال کې دي.
ده وويل:
"عمليات نن سهار پنځه بجې پیل شول او د تېوره لويه برخه د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته راغلې ده، وسلهوالو طالبانو يوازي په لیرې پرتو سیمو کې مقاومت کړی دی، افغان امنيتي ځواکونه پرمختګ کوي او طالبان د تېښتې په حال کې دي."
ښاغلي خطيبي په تېوره ولسوالۍ کې د جګړې په نتيجه کې د تلفاتو په اړه څه ونهويل.
وسلهوالو طالبانو د تېرې شنبې په ورځ د غور ولايت پر تېوره ولسوالۍ تهاجمي حملې پيل کړې او دا ولسوالۍ يې له امنتي ځواکونو څخه ونیوله.