د "جنبش رستاخېز تغییر" لاريون پای ته ورسېد

د "جنبش رستاخېز تغییر" لاريون پای ته ورسېد.

جنبش رستاخېز تغيیر د درېیم ځل لپاره په کابل کې مظاهره وکړه.

جنبش رستاخېز تغییر خپله مظاهره نن پنج شنبه د خیرخانې د لب جر له څلور لارې پیل کړه او د حامد کرزي هوايي ډګر په څلور لارې کې يې د اعتراضیه‌لیک په لوستلو پای ته ورسوله.

دغه پرېکړه‌لیک ۵ غوښتنې لري چې په‌کې د ولسمشر او اجرائيه رئیس څخه د استعفا غوښتنه شامله ده.

د جنبش رستاخېز تغيیر غړي له حکومت څخه غواړي چې د مدني حرکتونو مخه دې نه‌نيسي او د دولسمې جوزا د لاريون د قربانيانو دوسيې دې ژر تر ژره حل کړي.

دوی ويلي چې حکومت دې په شلو ورځو کې دننه د دوی غوښتنې ومني که نه په پراخو اعتراضونو به لاس پورې کړي.