پاکستاني پولیسو د یوې جرګې ۲۰ غړي د یوې پرېکړې په خاطر نیولي

پاکستاني پولیس وايي، د یوې کلیوالې جرګې شل غړي یې د هغې پرېکړې په خاطر نیولي چې پر یوې ځوانې نجلۍ یې د جنسي تېري حکم کړی و.

د پولیسو یو چارواکي الله بخش د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، کلیوالې جرګې پر ۱۶ کلنې نجلۍ د دې لپاره د جنسي تېري پرېکړه کړې وه چې د دې نجلۍ ورور پر یوې بلې ۱۲ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و.

پولیس وايي، د دې دوو نجونو کورنۍ خپلو کې خپلوان دي.

پولیس وايي، دواړه جنسي تېري کوونکي تښتېدلي دي.

د پاکستان د ډان خبري ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا نجلۍ په زوره د جرګې په وړاندې حاضره کړای شوې او د جرګې د غړو او د نجلۍ د مور او پلار په وړاندې پرې جنسي تېری شوی دی.

طبي څېړنو په دواړو پېښو کې جنسي تېری تائید کړی.

د پاکستاني په ځینو سیمو کې د غیرت په نوم دا ډول جرمونه عام دي.