نتانیاهو: الجزیره ټلوېزیون بیت‌المقدس کې تاوتریخوالي ته لمن وهي

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د الجزیرې ټلوېزیوني شبکه تورنه کړې چې په بیت‌المقدس کې تاوتریخوالي ته لمن وهي او ویلي دي غواړي چې دا ټلوېزیوني شبکه له اسرائیلو وباسي.

د الجزیرې ټلوېزیون چې مرکزي دفتر یې په قطر کې دی او په بیت‌المقدس کې د نښتو په اړه زیات راپورونه او معلومات خپروي.

دا په داسې حال کې ده چې فلسطینیانو د اسرائیلو د هغو امنیتي تدابیرو پر ضد سخت اعتراضونه کړي چې د بیت‌المقدس په حرم شریف کې یې په دې وروستیو کې عملي کړي دي.

حرم شریف او یا د "غره معبد" په بیت‌المقدس کې یو له سپېڅلو ځایونو بلل کېږي.

په وروستیو نښتو کې درې اسرائیليان او څلور فلسطینیان وژل شوي دي.