د ناټو قاطع ملاتړ: طالبان په ناسمو ادعاوو خپل جنایتونه پټوي

Taliban

په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ مأموریت وايي طالبان په ناسمو ادعاوو سره غواړي په خپلو جنایتونو پرده واچوي.

د دغه مأموریت او امریکايي خاصو ځواکونو ویاند تورن ویلیم سالوېن پرون ویلي چې طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې په غور ولایت کې لسګونه عام خلک او ډاکتران ووژل.

دی وايي، طالبانو د دې لپاره چې د خلکو پام له ځانه واړوي د عامه وژنې مسؤلیت په بهرنیو ځواکونو اچولی دی.

تورن سالوېن په یوه بیان کې چې په ټویټ خپور شوی ویلي چې روانه میاشت امریکايي پوځیانو په غور کې کومه هوايي حمله نه‌ده ترسره کړې.

د افغان ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ویلي د دوشنبې په ورځ طالبانو په غور کې پر یوه روغتون حمله وکړه او ۳۵ ډاکتران او ناروغان‌یې ووژل.

طالبانو د خلکو وژنه رد کړې ده.