جمیل: په هلمند کې له ۳۶۳ ښوونځیو نه ۱۷۰ تړل شوي

د هلمند د پوهنې ریاست وايي، د دې ولایت د ۳۶۳ ښوونځيو څخه ۱۷۰ يې د وروستیو نا امنیو له امله د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

د دې ولایت د پوهنې د ریاست ویاند بزرګ جمیل نن ازادي راډيو ته وویل چې زیاتره تړل شوي ښوونځي په ګرم سیر،ناوه،نادعلي او ګرشک ولسواليو کې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې تېرو څلورو میاشتو کې د جګړو له امله ۱۷۰ ښوونځي تړل شوي دي، همدارنګه په نوزاد، کجکي، سنګین، باغران، دېشو او د موسی کلا په ځینو سیمو کې د امکاناتو د نشتول له کبله هېڅ ښوونځي نه لرو."

ښاغلي جمیل دا شان وویل چې د یادو موضوعاتو په اړه د پوهنې وزارت خبر ورکړی، خو هغوی تر دې مهاله کوم عملي اقدام نه دی کړی.

د هلمند د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې د هلمند ۳۶۳ ښوونځي څه باندې دوه لکه زده کوونکي لري چې شل سلنه يې اوسمهال له زده کړو بې برخې دي.