روسي چارواکو او د پارلمان غړو د امریکا پر یوې لایحې انتقاد کړی

روسي چارواکو او د پارلمان غړو د امریکا د ولسي جرګې له‎خوا پر هغې لایحې انتقاد کړی چې پر مسکو یې د نویو بندیزونو د لګولو په اړه پرون تصویب کړه.

دغه لایحه پر مسکو د بندیزونو د کمولو یا لېرې کولو په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ صلاحیت کموي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف نن ویلي چې دا اقدام د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکو د ښه کېدو د لیدلوري ماتولو پر لور یو ګام دی.

د روسیې دولتي خبري اژانس ایترتاس د ښاغلي ریابکوف له قوله لیکلي چې وایي:

"موږ په وار- وار ویلي چې دغه بندیزونه به بې غبرګونه پاتې نه‎شي. "

دا لایحې چې پر ایران او شمالي کوریا هم نوي بندیزونه لګوي، په تقریباً ټولو موافقو رایو سره تصویب شوه. دې لایحې ته د جرګې ۴۱۹ غړو مثبتې او ۳ منفي رایې ورکړې.

دا معلومه نه‎ده چې د امریکا سنا مجلس به کله دې لایحې ته رایې ورکړي.

که څه هم لومړنۍ نښې ښیې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به دا لایحه لاسلیک کړي، خو د سپینې ویانده سارا سندرز وایي، که څه هم ولسمشر ټرمپ پر ایران، شمالي کوریا او روسیې د سختو بندیزونو ملاتړی دی، خو سپینه ماڼۍ پردې لایحې غور کوي او انتظار باسي چې د دې سند وروستۍ بڼه د ولسمشر میز ته ورسیږي.

که دغه لایحه کافي ملاتړ ولري، خو ولسمشر ټرمپ یې رد کړي نو د هغه ویټو به د کانګرس له‎خوا باطله شي.