وحدت: کندز کې اقتصادي فعالیتونه تقریباً په ټپه دریدلي

په کندز کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کې د ناامنیو له امله اقتصادي فعالیتونه تقریباً په ټپه دریدلي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو د پراختیا مدیر مسعود وحدت نن ازادي راډیو ته وویل چې اوس د کندز په کلیو او بانډو کې د کرنیزو محصولاتو وخت دی خو له بده‎مرغه چې د ناامنیو له امله نه صادرېږي.

وحدت وايي چې د کندز له سقوط وروسته د دغه ولایت په امنیتي وضعیت کې بدلون نه‎دی راغلی او سوداګرو په دغه ولایت کې خپل اقتصادي فعالیتونه محدود کړي دي.

دی وايي:

"موږ شاوخوا ویلی شو چې په کندز کې ټول سوداګریز فعالیتونه په ټپه دریدلي دي او زه چې اوس تاسو سره خبرې کوم جګړې د کندز ښار په شاوخوا کې دوام لري."

ښاغلی وحدت وايي چې له جګړو مخکې په کندز کې څه باندې ۳۰۰ تولیدي فابریکو فعالیت درلود خو اوس یو شمېر دغه فابریکې د افغان ځواکونو په سنګرونو بدلي شوي دي.