د امریکا د استازو جرګې د روسیې په اړه یوې لایحې ته رأیه ورکړه

د امریکا د استازو جرګې د سې شنبې په ورځ پر روسیې د نویو بندیزونو د لګولو لایحې ته په غوڅ اکثریت رأیه ورکړه.

دغه لایحه چې پر قانون بدلېږي، د دغو بندیزونو د نرمولو لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ صلاحیتونه محدودوي.

سپینې ماڼۍ په دغې لایحه کې د ولسمشر د صلاحیتونو د محدودولو په وړاندې له مخکېني مخالفت سره-سره سمدستي داسې نښه نه‌ده ښودلې چې ټرمپ به هغه ویټو کړي بلکې ویلي یې دي چې ټرمپ دې ته سترګې په لاره دی چې کانګرس څه ډول یوه نهایي لایحه تصویبوي.

په استازو او سنا جرګو کې په مختلفو بڼو دوه لایحې په له څه باندې دوه درېیمه برخه اکثریت سره چې د ویټو د مخنیوي لپاره ورته اړتیا ده، تصویب شوي دي.

هغه لایحه چې په استازو جرګه کې ۴۱۹ غړو ورته مثبتې او درېیو منفي رأیې ورکړي، پر روسیې، ایران او شمالي کوریا نوي سخت بندیزونه لګوي.

ورته د سختو بندیزونو بله لایحه تیره میاشت سنا تصویب کړې ده.

د دې جرګې مشرانو نه‌دي ویلي چې د استازو د جرګې له‌خوا د نوې تصویب شوې لایحې په اړه به کله اقدام کوي.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر ټرمپ تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه‌ده کړې چې هغه توشېح کوي که نه؟ خو لیدل کېږي د دغې لایحې په وړاندې له مخکېنیو مخالفتونو یو څه په شا شوی دی.