راپورونه وايي، د فراه د "شېب کوه" ولسوال پرون له خپلو درې تنو ملګرو سره وژل شوی دی.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري ازادي راډیو ته وویل چې عبدالرحیم حیدري د فراه ولایت مرکز ته پر لاره و، چې پر موټر یې په سړک کې اېښودل شوی ماین چاودېدلی دی.
د ناصر مهري په وینا پېښه د سې شنبې په ورځ ناوخته شوې ده او پهکې د "شېب کوه" پر ولسوال عبدالرحیم سربېره د نوموړي درې ملګري هم وژل شوي دي.