د پولنډ ولسمشر له ناندریو ډکه یوه لایحه توشیح کړه

د پولنډ د ولسمشر اندژې دودا دفتر وایي، ولسمشر د هغو درېیو لانجمنو قانوني لایحو یوه توشیح کړې چې پراخ اعتراضونه یې راپارولي او اروپایي اتحادیې یې هم په وړاندې خبرداری ورکړی و.

دودا د دوشنبې په ورځ وویل چې دی به د دغو درېیو لایحو دوه هغه ویټو کړي چې مخالفینو اندېښنه څرګنده کړې چې هغه به په دې هېواد کې د قدرت تعادل زیانمن کړي او واکمن د قانون او عدالت ګوند ته به د دې زمینه برابره کړي چې پر محکمو له حده زیات نفوذ ولري.

د هغه دفتر نن وویل چې درېیمه لایحه ولسمشر توشیح کړه.

د دغه قانون له مخې د عدلیې وزیر چې لوی څارنوال هم دی، کولای شي د لومړنیو محکمو لپاره مشران ونوموي.

منتقدینو که څه هم د ولسمشر له خوا د دو لایحو د ویټو کولو هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې درې واړه قانوني لایحې غیر قانوني دي.