د اوکراین په ختیځ کې د شخړو د هواري د هڅو لپاره د امریکا نوی ځانګړی استازی وایي، واشنګټن پر دې غور کوي چې ایا کییف ته وسلې ورکړي چې وکولای شي ځواکونه یې د دې هېواد په ختیځ کې د روس پلوه بېلتونپالو په وړاندې روانه جګړه کې له ځانه دفاع وکړي.
کورت ولکر د ازادي راډیو د روسیې څانګې ټلوېزیوني پروګرام ته وویل، د جنګي وسلو په ترلاسه کولو سره به کییف وکولای شي چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیي د نورو اقدماتو د کولو په صورت کې له خپل ځانه دفاع وکړي.
نوموړي دغه راز وویل چې دی ګومان نه کوي چې اوکراین ته د جنګي وسلو ورکول به روسیه ولمسوي چې له هغه زیات څه ترسره کړي چې په اوس وخت کې یې کوي او نه به هم هغه اوسنی تعادل له منځه یوسي.
هغه وویل، روسیه په اوس وخت کې په سیمه کې پراخ پوځي حضور لري.