په خوست کې د اېډز د کنټرول د ملي پروګرام یو مرکز جوړ شو

په خوست کې د ایډز ناروغۍ د کنټرول د ملي پروګرام یوه مرکز د سې شنبې په ورځ خپل فعالیت پیل کړ.

د خوست روغتیايي مسؤلین وايي، یاد مرکز تر اوسه د ۶۹۲ کسانو له ټېسټونو څخه د «اچ.ای.وي» یا اېډز پنځه مثبتې پېښې تشخیص شوي او ناروغانو ته يې اساسي درملنه پیل شوې ده.

په خوست کې د ایډز ناروغۍ د کنټرول د ملي پروګرام د دغه مرکز د پرانیستې په ځای کې د خوست والي حکم خان حبیبي د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، یاد مرکز به د تور زیړي، سپین زیړي او یو شمېر نورو ناروغیو د تشخیص تر څنګ، هغو کسانوته چې د ایډز مثبتې نښې لري، د مشورې ورکوونې، درملنې او وقايې په برخو کې لازم خدمتونه وړاندې کړي.

د خوست د عامې روغتیا رئيس ډاکتر حبیب شاه انصاري په یاد ولایت کې د ایډز د سلا مشورې، دغه مرکز یوه اسانتیا وبلله او په خبره یې چې دا مرکز له یوې خوا د ایډز په مخینوی کې اغېزمن دی او بل لوري ته په‎دې وایروس اخته ناروغانو ته به وړیا خدمتونه وړاندې کوي.

که څه هم په افغانستان کې د ایډیز د کنټرول ملي پروګرام تر دې دمه ۲۲۹۰ پېښې تشخیص کړي، خو یاده اداره په پام کې لري چې تر ۲۰۲۰لمریز کال پورې د یادو ارقامو ۹۰ سلنه تشخیص او د هغو منظمه درملنه وکړي.