قزاقستان: مصر دې د ورکو قزاقي محصلینو په موندلو کې مرسته وکړي

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د مصر له چارواکو د هغو شپږو قزاق محصلینو په موندلو کې د مرستې غوښتنه کړې چې ګومان کېږي په قاهره کې ورک شوي دي.

دغه وزارت نن وویل چې دغو محصلینو عربي ژبه زده کوله او په قاهره کې په یوه اپارتمان کې اوسېدل.

د بهرنیو چارو وزیر انور جینقف ویلي چې له خپلو کورنیو سره د هغوی تماسونه د جولای له شلمې پرې شوي دي.

هغه ویلي چې دغه محصلین د کومي اسلامي سخت دریځې ایدیالوژي پیروان نه و.

قزاقستان وایي، د دې هېواد په سلګونو اتباع په تېرو څو کلونو کې په سوریه او عراق کې له سخت دریځو ډلو سره یو ځای شوي دي.