د کندز-تخار د لارې د بندېدو له امله د تخار او بدخشان د اوسېدونکو ستونزې

د تخار او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د کندز-تخار د لويې لارې د بندېدو له کبله خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او تر څنګ‌یې په یادو ولایتونو کې د خوراکي توکو نرخونه هم لوړ شوي دي.

د کندز-تخار د لويې لارې بندېدو د شمال ختیځو ولایتونو خلکو ته ستونزې زېږولې دي.

د کندز-تخار لویه لاره له پنځو ورځو راهیسې د کندز په خان‌اباد ولسوالۍ کې د وسله‌والو مخالفینو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د تخار ولایت د مدني ټولنو مشر زمان خان او د بدخشان ولایت یوه تن اوسېدونکي په دې اړه نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل:

"که د کندز سیمه‎‌ییز چارواکي د دغې لارې د امنیت د ساتلو توان نه‌لري، له مرکزي حکومت څخه دې مرسته وغواړي، څو دغه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شي، ځکه د کندز-تخار د لويې لارې د بندېدو له کبله په بدخشان او تخار ولایتونو کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي دي."

"د کندز-تخار د لويې لارې د تړلو له امله موږ له ډېرو ستونزو سره مخ شوي یو، خلک ناروغان لري. اوس‌مهال نه‌شي کولای چې هغه کابل او نور ولایتونو ته انتقال کړي، همدارنګه په بدخشان او تخار کې د خوراکي توکو نرخونه هم لوړ شوي، موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو چې د دغې لارې د خلاصېدو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي."

په ورته وخت کې د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دولتي ځواکونو د کندز په خان‌اباد ولسوالۍ کې د وسله‌والو مخالفينو بریدونه شنډ کړي او پر شا یې تمبولي دي.

بل‌خوا په شمال ختیځ زون کې د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي بیا وايي چې دولتي ځواکونو د کندز-تخار د لويې لارې د خلاصېدو په هدف د پامیر ۱۲ په نوم تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

شمال ختیځ زون کې د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي

ښاغلی موسوي وایي:

"موږ د کندز-تخار د لويې لارې د خلاصېدو په هدف عملیات پیل کړي او زموږ ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او هڅې کوو چې ډېر ژر دغه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړو."

د یادونې وړ ده چې د روان کال له پیله دا څلورم ځل دی چې د کندز-تخار لویه لاره د وسله‌والو مخالفینو د تحرکاتو له کبله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي چې دغې موضوع د شمال ختیځو ولایتونو خلک اندېښمن کړي او له مرکزي حکومت څخه غواړي چې د دغې لارې خلاصېدو او خوندیتوب ته جدې پاملرنه وکړي.

راپور: اجمل ارین