د بغلان سیمهییز چارواکي په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د نویو عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.
د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري نن ازادي راډیو ته وویل چې د البرز ۹ په نوم دغه عملیات د کندز–بغلان د لويې لارې د امنیت د ټينګښت په هدف ترسره کېږي.
دغه لاره په سیمه کې د دولت د وسلهوالو مخالفینو د فعالیتونو د زیاتېدو له امله په دې وروستیو کې ډېره نا امنه شوې او ډېر ځلې یې د تړل کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.
د مرکزي بغلان ولسوال په دغو عملیاتو کې چې تېره شپه ناوخته پیل شوي وسلهوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کړې، خو دقیق شمېر یې نهدی ښودلی.
وسلهوالو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.