د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان قطر ته له دوه ورځني سفر وروسته پرون خپل هېواد ته ستون شو.
اردوغان هڅه کوله چې د دې سفر په ترڅ کې له قطر سره د سعودي عربستان په مشرۍ د څو عربي هېوادونو د کړکېچ په حل کې منځګړیتوب وکړي.
اردوغان پرون د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره د دې کړکېچ په اړه چې په نتیجه کې یې سعودي، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر له قطر سره خپل ټول تجارتي او ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې، خبرې وکړې.
خو د اردوغان د سفر پر مهال د دې کړکېچ د حل په برخه کې د هېڅراز پرمختګ خبر نهدی ورکړل شوی.
د قطر د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د قطر امیر په سیمه کې روان وضعیت څېړي، د کړکېچ د مخنیوي هڅه کوي او غواړي له اردوغان سره په خبرو کې یې له ډيپلوماتیکو لارو حل کړي.
څلورو عربي هېوادونو او ځیني نورو، پر قطر تور لګولی چې افراطي اسلامپالو ته مالي مرسته ورکوي او د سعودي له سیمهییز سیال ایران سره اړیکې لري.
قطر دا تور رد کړی او له نړیوالې ټولنې سره د قطر د اړیکو د زیانمنولو یوه هڅهیې بللې ده.